ads

د کرکټ لوبې د بریا مبارکي

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ټولو هېوادوالو ته له پاکستان څخه د کرکټ د دویمې سیالۍ د ګټلو مبارکي ویلې.

کامران احمدزی
7 وری 1402
د کرکټ لوبې د بریا مبارکي

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت له خپلو لوبغاړو سره ولاړ دی او ژمن دی چې د دوی د وړتیاوو لوړولو لپاره به ټوله هڅه کوي.
بل لور ته پخواني جمهور رییس حامد کرزي، ډاکټرعبدالله، ګڼ شمېر افغان سیاستوالو، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د کرکټ ګڼو نړیوالو مبصرینو افغانستان ته د دغې بریا مبارکي ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ افغان لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې پاکستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.
د یادو لوبو درېیمه او وروستۍ لوبه نن شپه ۸:۳۰ ترسره کېږي.
دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله پاکستان ته د شل اوریزو لوبو په یو سیریز کې ماتې ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA