ads

امریکا ته د ایران ګوتڅنډنه

وروسته تر هغه چې امریکا په سوریه کې شاوخوا شل ایراني پلوه جنګیالي ووژل، ایراني چارواکو ویلي چې د امریکا دغه اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي.

کامران احمدزی
6 وری 1402
امریکا ته د ایران ګوتڅنډنه

ایرانۍ رسنۍ نور نیوز د ایران د ملي امنیت شورا د ویاند «کیوان خسروي» په حواله ویلي چې دوی به ډېر ژر د غچ اخیستلو لپاره اقدام وکړي.
هغه زیاته کړې چې د سوریې د حکومت په غوښتنه د تروریزم او داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د دوی له لوري پر جوړو شویو اډو د برید هره پلمه د منلو نه ده.
دا برید وروسته له هغه کېږي چې په فبروري میاشت کې هم د امریکا د فاع وزارت ویلي وو چې یوې ایرانۍ ډرون الوتکې په سوریه کې د دوی پر ځواکونو برید کړی.
پنټاګون ویلي، په برید کې د دوی یو پوځي وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA