له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه شوې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دواطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټوونکي اړ دي چې د ورځې تر پایه خپل حساب تصفیه کړي.
د یادونې وړ ده چې یاد بانک تېره چهارشنبه هم د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي وو.