ads

«څه باندې ۲۸میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړ دي»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وایي، په روان میلادي کال کې له ۲۸.۹میلیونه بېوزلو افغانانو سره باید بیړنۍ مرستې وشي.

محمدخان بریال
5 وری 1402
«څه باندې ۲۸میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړ دي»

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولې «هاسوویلي» ویلي، د تېر میلادي کال له نومبر څخه بیا د روان میلادي کال تر روانې مارچ میاشتې نږدې ۲۰میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري او له ډلې یې شپږ میلیونه هغه کسان دي چې اوس هم بیړنیو مرستو ته اړ دي.
دغه اداره خبرداری ورکوي چې که له افغانانو سره بیړنۍ مرستې ونه شي، په دغه هېواد کې به بشري بحران نور هم پراخه شي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو نورو اړوندو ادارو هم خبرداری وکړی چې له افغانانو سره باید په روان میلادي کال کې بیړنۍ مرستې وشي.
دې ادارې همدارنګه اندېښنه ښودلې چې اوسمهال له افغانانو سره د دوی مرستې د بودجې د کمښت له کبله ۵۰فیصده کمې شوې او له مرستندویه هېوادونو یې د ۹۳میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA