بایډن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې متحده ایالات له ایران سره شخړه نه غواړي، خو د امریکایانو د خوندیتوب لپاره پرېکنده ځواب ویلو ته چمتو دي.
په سوریه کې ایران پلوه ځواکونو په تازه برید کې، چې د جمعې په ورځ یې کړی، د امریکا یو بل سرتیر هم ټپي شوی.
تر دې وړاندې هم د بې پیلوټ الوتکې په برید کې یو امریکایي قراردادي وژل شوی او د شپږو امریکایانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، چې د امریکا حکومت یې پړه د ایران پر دولت اچولې وه.
بلخوا، د سوریې د بشرحقونو د څار ډلې ویلي چې د امریکا د هوایي بریدونو په پایله کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوي، ۱۴ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.