پاکستانۍ لوبډلې د پرونۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپووهنې پرېکړه وکړه.
یادې لوبډلې په شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۹۳منډو هدف وټاکه او د افغانستان لوبډلې د لوبې په ۱۸م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل شوی هدف پوره کړ.
په توپووهنه کې پاکستاني لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او وېکټې يې ژر يو پر بل پسې له لاسه ورکړې. عماد وسيم ۱۸، صايم ايوب ۱۷، تايب طاهر ۱۶ او شاداب خان ۱۲ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره محمد نبي دوې، فضل الحق فاروقي دوې، عظمت الله عمرزي، نوين الحق او راشد خان يوه يوه وېکټه واخيسته.
په توپ وهنه کې محمد نبي تر ټولو ډېرې (۳۸) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو .
د ده تر څنګ نجيب الله ځدراڼ ۱۷، رحمان الله ګوربز ۱۶ او کريم جنت اووه منډې جوړې کړې.
د دواړو لوبډلو تر منځ دویمه لوبه د یکشنبې په ماخستن اته بجې او ۳۰ دقیقې ترسره کېږ.