رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله لیکلي، دواړه هېوادونه هڅه کوي، له کوچني اختر وروسته خپل سفارتونه پرانیزي.
رویټرز خبري آژانس وایي چې سعودي عرب له یوه لوړپوړي سوریايي امنیتي چارواکي سره له خبرو وروسته له دمشق سره د اړیکو ټینګولو پرېکړه کړې.
نژدې یوه لسیزه کېږي چې د سعودي او سوریې تر منځ دیپلوماتیکې اړیکي پرې شوي او د بیا پیلولو اقدام یې عربي نړۍ ته د سوریې ستنېدو په لړ کې خورا مهم ګام بلل کېږي.
د سوریې په کورنۍ جګړه کې ایران د سوریې ولسمشر بشارالاسد حکومت ملاتړ کاوه، خو سعودي عرب د یو شمېر نورو عربي هېوادونو او ترکیې په ګډون د بشارالاسد حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ کاوه.