ads

کمال خان بند ته د ملا برادر او متقي سفر

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال تېره ورځ نیمروز ته په خپل سفر کې د کمال خان بند د لیدنې پر مهال ویلي چې یاد بند د افغانستان لپاره حیاتي پروژه ده.

کامران احمدزی
2 وری 1402
کمال خان بند ته د ملا برادر او متقي سفر

له نوموړي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر هم شامل وو.
له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملابرادر اړوندو ادارو او مسوولینو ته په یاد بند کې د اوبو د ذخېرې د ظرفیت زیاتوالي او د اړوندو کانالونو د پاک کارۍ چارو د ښه مدیریت په اړه سپارښتنې وکړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړي د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته ویلي چې د کمال خان بند د رغولو او د بند پارچاوۍ او اوبو په کنټرول کې د یاد بند له مسوولینو سره هر ډول همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کمال خان بند د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ ۸۰ زره هکتاره کرنیزو ځمکو ته اوبه ورکولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA