نوموړي د وژل شویو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
ده لیکلي چې وژل شویو کسانو غوښتل چې د روژې په میاشت کې پر مقدسو ځایونو او ولسي وګړو بریدونه وکړي، چې هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي.
د مجاهد په خبره، په دغو عملیاتو کې د دوی سرتېرو ته کوم تلفات نه دي اوښتي، خو د داعش ډلې ګڼې وسلې او مهمات د دوی لاسته ورغلي دي.