د یادې ادارې پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیلیدو سره سم یو میلیون افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه بې برخې شوې دي.
یوناما لیکلي، دا ډول اقدامات نه یوازې د نیمايي نفوس هیلې له منځه وړي، بلکې افغانستان ته هم لوی زیان رسوي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو لاهم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي پاتې دي.