د خوست امنيه قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ تر غرمې وروسته د باک ولسوالۍ د بډۍ په سيمه کې شوې.
هغه زیاته کړه چې د پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
بل پلو د «سيد امين» په نوم د سيمې يو تن اوسېدونکي ویلي، په دغه پېښه کې وژل شوی کس سليمان نومېده چې څلور ورځې وړاندې يې واده کړی و.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې هم یو کس د خپلې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور ټپیان کړي وو.