د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان د استخباراتو د یو لوړ پوړي چارواکي «مصطفی بورکي» پر موټر نامعلومو وسله والو ډزې کړې چې په پایله کې یې دی او د ده موټر چلوونکی وژل شوي.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی، خو مصطفی بورکي په وروستیو کلونو کې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې په عملیاتو کې تر ټولو لویه ونډه لرله.
تر دې وړاندې هم د پاکستان د استخباراتو لوړپوړی غړی په پنجاب ایالت کې وژل شوی و، چې پړه یې پاکستاني طالبانو منلې وه.
تېره ورځ هم په خېبر پښتونخوا کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د غړي عاطف منصف خان پر موټر د بمي برید په پایله کې د نوموړي په ګډون لس تنه وژل شوي دي.