ads

اوکراین ته د ابرامز ټانکونو ورکړه ګړندۍ کېږي

امریکا غواړي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې کییف ته د « ابرامز» ټانکونو د ورکړې پروسه ګړندۍ کړي.

کامران احمدزی
2 وری 1402
اوکراین ته د ابرامز ټانکونو ورکړه ګړندۍ کېږي

تېره ورځ د پنټاګون ویاند «پټ ریډر» خبرې ناستې ته ویلي، هڅه کوي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو دغه هېواد ته د «ابرامز» ټانکونو بیا رغول شوي زاړه ماډلونه ورکړي.
هغه ویلي، د دغو ټانکونو په ورکړې سره به اوکرایني ځواکونه د جګړې په ډګر کې نور هم پیاوړي شي.
اوکراین ته د « ابرامز» ټانکونو د ورکولو اعلان په تېره جنوري میاشت کې شوی و.
که څه هم بایډن ویلي وو چې په روانه جګړه کې به د اوکرایني ځواکونو د پیاوړتیا لپاره نوي دغه ماډل ټانکونه ورکول کېږی، خو د پنټاګون ویاند ویلي چې اوس د زړو ډولونو د ورکړې پرېکړه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم امریکا له اوکراین سره د هیمارس توغندیز سیسټم په شمول د ۳۵۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت نظامي مرسته اعلان کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA