له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق شامل دي.
صدیق اتل د لومړي ځل لپاره د ملي لوبډلې په نوملړ کې اضافه شوی دی.
په دې سیالیو کې رحمت شاه زرمتی او حضرت الله ځاځی له لوبډلې کېنول شوي.
یادې سیالۍ د مارچ میاشتې په څلوریشتمه نېټه په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیلیږي، چې د دغې میاشتې تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ