د مشاعرې د پيل پر مهال د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رییس قاري نور محمد حنیف د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له شاعرانو یې وغوښتل چې د ټولنې ستونزو او ناخوالو ته دې په خپلو شعرونو کې ځای ورکړي او په هنري ژبه دې ولس ته وړاندې کړي.
حنیف زیاتوي:
«د نارنج ګل مشاعرې هدف دا دی چې دودیز ارزښتونه او اصیل فرهنګ وده وکړي، شاعران او لیکوالان د ټولنې ستونزې په هنري ژبه وړاندې کړي، د بیان ازادۍ اصل ته کار وشي، د ټولنې د اصلاح لپاره د هنر ژبه وکارول شي او دغه راز ځوانان ملي فکر ته هڅول دي.»
له کوزې پښتونخوا هم یو شمېر شاعرانو په دې مشاعره کې ګډون کړی و.
د یادې سیمې دوو شاعرانو جاوېد درمان او قیصرمنیروال هم هغه شعرونه له ارزښت نه ډک یاد کړل، چې د وطن مینه او ولس ته په کې مثبت پيغام پروت وی.
درمان زیاتوي:
«دا ډول مشاعرې ډېرې ګټورې دي او له دې لارې شاعران کولای شي د مینې او یوالي پیغام ټولې نړۍ ته ورسوي او لا دې هڅه وشي چې دا ډول مشاعرې برابرې شي.»
منیروال زیاتوي:
«شاعرانو او لیکوالانو ته په کار ده هغه که د بره پښتونخوا وي او که د کوزې پښتونخوا وي، باید سولې او یوالي ته کار وکړي او شته ستونزو ته د هنر په ژبه حل لار ولټوي.»
د مشاعرې ګډونوال ضیاالدین همت مل او عثمان همدرد هم د دا ډول مشاعرو جوړېدل ستایې او زیاتوي چې د نارنج ګل په شان دودیزې مشاعرې کولای شي ولسي خلک د تفریح ترڅنګ له خپلو کلتوري ارزښتونو څخه خبر کړي.
همت مل زیاتوي:
«د نارنج مشاعرې یوه ګټه دا ده چې د شاعرانو لخوا د شعر په ژبه خلکو ته د مینې او یوالي پیغام وړاندې کېږي او دغه راز ځوانان هڅېږي د پښتو ادب لپاره کار وکړي.»
همدرد زیاته کړه:
«دا ډول مشاعرې د ځوانانو د تفریح او فکري ودې لپاره مهمې دي، په دې سره نه یوازې دا چې نوی نسل د پښتو ادب په برخه کې کار ته هڅول کېږي، بلکې په فکري روزنه کې هم رول لري.»
مشاعرې ته ځوانو شاعرانو هم خپل شعرونه وړاندې کړل او د خپلو شعرونو خواږه له خپلو مینه والو سره شریک کړل.
د مشاعرې په څنډه کې د خطاط او رسام پرواز په خپل لاس کښل شوې انځورګري هم نندارې ته اېښي، څو د خپل هنر په ژبه خلکو ته بېلابېل پيغامونه ورسوي.
نارنج ګل مشاعره چې نږدې له کالوراهيسې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ترسره کېږي، د هېواد له ګوټ ګوټ نه سلګونه شاعران او د شعر مینه وال پکې برخه اخلي.