ads

په تېر کال کې د هېواد بهرنی سیاست څنګه و؟

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، په تېر یو کال کې یې په بهرني سیاست کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

فضل هادي حمیدي
29 کب 1401
په تېر کال کې د هېواد بهرنی سیاست څنګه و؟

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې په ډېرو هېوادو نو کې یې د افغانستان سفارتونو ته لاس رسی پیدا کړی او هلته یې خپل ډیپلوماټان لېږلي؛ له نورو هېوادونو سره یې د سوداګرۍ په برخه کې پراخې اړیکې جوړې کړې او په ټوله کې د بهرني سیاست په برخه کې چې افغانستان کومې اړتیاوې درلودې، له ستونزو سره نه دي مخ شوي.
متقي وایي، هغه هېوادونه چې د افغانستان سفارتونه په کې فعال شوي، په دوه ډوله دي چې ځینو سفارتونو ته یې نوي ډېپلوماټان لېږلي او بل هغه سفارتونه دي چې پخوانیو ډېپلوماټانو د دوی اطاعت کړی:
«هغه هېوادونه چې موږ نوي ډېپلوماټان ورته لېږلي، هغه ایران، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، چین، قزاقستان، روسیه، ترکیه، سعودي عربستان، مالیزیا او قطر دي او له نورو ډېرو هېوادونو سره او خپلو سفارتونو سره اړیکې لرو، لکه په پراګ، مصر، اندونېزیا او نورو هېوادونو کې زموږ پخوانیو ډېپلوماټانو اطاعت کړی او اړیکې ورسره لرو.»
بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په همدې حال کې د افغانستان بهرني سیاست په اړه وایي چې دوی له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې او متوازن سیاست غواړي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نه سپارل بې انصافي او د افغانانو د حق غصبول بولي.
«دوی پر اسلامي امارت د فشار لپاره دغه څوکۍ په لاس کې نیولې، نور کوم اصولي او قانوني دلیل نه ورته لري. که دوی د افغانستان اسلامي امارت ته چې په ټول هېواد واک لري، دا څوکۍ نه سپاري، آیا هغه چاته یې چې سپارلی، د افغانستان په یوه لوېشت ځمکه تسلط لري؟ هغه د کوم حکومت استازیتوب کوي، د ولس استازیتوب کوي او یا د کومې ډلې؟ د چا استازیتوب کوي؟»
خو دا چې ملګري ملتونه ولې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نه سپاري؟ دغې پوښتنې ته یاد سازمان هم پرېکنده ځواب نه دی ویلي، خو ملګري ملتونه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د بشري حقونو ساتنې ته پام ډېر او ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار حقونه ورکړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه معین ګل څمکنی بیا که څه هم له نورو هېوادونو سره د افغانستان تعاملات او ډېپلوماټانو لېږل لاسته راړونې بولي، خو یو لړ نیمګړتیاوې هم یادوي چې اسلامي امارت پرې په تېر یو کال کې نه دی برلاسی شوی:
«تر اوسه چا په رسمیت نه یو پېژندلي، دا یوه ډېپلوماټیکه ستونزه ده، په ملګرو ملتونو کې مو دایمي استازولي نه ده ترلاسه کړې، خو په ټوله کې بیا هم اسلامي امارت وتوانېد چې له ډېرو هېوادونو سره ډېپلوماټیک تعاملات وکړي.»
په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو بل کارپوه عبدالجمیل شېراڼي:
«د اسلامي امارت بهرنۍ ډېپلوماسي باید تر دې هم فعاله وي، ځکه دوی باید په تېر یو کال کې هغو لویو هېوادونو ته چې له دوی سره ښې اړیکې لري، لکه چین او روسیې ته قناعت ورکړی وای چې له دوی سره رسمي تعامل وکړي.»
که څه هم افغانستان تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او منتقدین هم همدې ټکي ته ډېره ګوته نیسي، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي چې په تېر څه باندې یو کال کې یې له ډېرو هېوادونو سره تعاملات رسمي وو او د ډیپلوماټانو، پلاوو او نورو تګ او راتګ، لیدنې او کتنې ټول په رسمي توګه ترسره شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA