ads

لا هم ستر پېرپلور پر کلدارو کېږي

په خوست کې د ځمکو، موټرو، جلغوزيو، او څارویو په څېر، یو شمېر لوی کاروبارونه او پېر او پلور د افغانۍ پر ځای په پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي چې ډېری وخت یې له مله اخیستونکي او خرڅوونکي له تاوانونو سره هم مخ کېږي.

بصیر یاد
29 کب 1401
لا هم ستر پېرپلور پر کلدارو کېږي

د خوست جلغوزیو په مارکېټ کې د سمیع الله په نوم یو تن کاروباري وايي، د جلغوزیو پېر او پلور تراوسه هم پر پاکستانۍ کلدارو دی چې یو شمېر کوچني سوداګر یې له تاوان سره مخ کړي دي.
سمیع الله وايي، د جلغوزیو غر لرونکي په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې له کبله له میلیونونو زیان سره مخ شوي دي:
«هغه د غرونو خلک یې په کلدارو خرڅ کړي، دا کلداره زیاته نقصاني ده، دغه خلکو ته او ټول کاروبار یې چې کړی وي، څه سرمایه چې ورسره وي، په کلداره کې تاواني شي. له اسلامي امارت څخه مې دا هیله ده چې خوست جلغوزیو مارکېت ته لطفاً توجو وکړي.»
انورالله محبت چې د موټرو بارګېن لري وايي، په هرات، کندهار او وېش کې موټر په کلدارو اخلي، نو اړ دي چې دوی يې هم په کلدارو خرڅ کړي.
هغه زیاته کړه، که دوی موټر په کلدارو اخلي او بیا یې په افغانیو خرڅ کړي، له تاوان سره مخ کېږي:
«موږ موټر چې اخلو له کندهار، هرات او هلمند ولایتونو څخه یې را ولو، موټر موږ په کلدارو اخلو او دلته په کلدارو یې خرڅوو، زموږ ډېر زیات تاوانونه وشول. په دې وروستیو کې کلداره ورځ په ورځ ټيټیږي موټر په همغه بیو دي که بیې لوړې کړو بیا یې څوک نه اخلي.»
د خوست یو تن اوسېدونکی سین الله وايي، له خلکو سره د تېر وخت پاکستانۍ کلدارې پاتې دي چې له همدې کبله لویې سوداوې په کلدارو ترسره کوي او زیاتوي چې که افغانیو ته یې بدلوي تاوان ورته کوي:
«په خوست ولایت کې ټوله غټه سودا په کلدارو پېر او پلور کېږي دا ځکه چې، له خلکو سره د تېر وخت کلدارې پاتې دي که هغه ډالر یا افغانۍ کوي هغې ته بیخي زیات تاوان دی.»
بل پلو د خوست اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي، تجارانو ته ویل شوي چې راکړې ورکړې دې په افغانیو ترسره کوي او په وینا یې، اوس هم وخت تېر نه دی نو په کار ده چې په افغانیو پېر او پلور وکړي:
«موږ مجبور یو چې د دوی مخه ونیسو که چېرته دوی همدې ته دوام ورکړي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه به د دوی په مورد لازم اقدام وکړي.»
د یادونې وړ ده له هغه راهیسې چې، په خوست کې د پاکستانۍ کلدارو په راکړه ورکړه بندیز لیګدلی، لاهم د موټرو، ځمکو، جلغوزیو، څارویو او دې ته ورته نورې لویې سوداوې په کلدراو ترسره کېږي.
د پاکستانۍ کلدارو د ارزښت ټيټيدو له امله هغه خلک تاواني شوي هم دي، چې سرمايې يې يې په کلدارو وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA