ads

د اقتصادي وضعیت غوړېدو لپاره باید څه وشي؟

په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې ورځ تربلې په زیاتېدو دي چې له کبله یې وخت ناوخت نړیواله ټولنه او ځینې نړیوال بنسټونه هم د سختې لوږې او بې‌روزګارۍ خبرداری ورکوي.

تاج ولي غورځنګ
29 کب 1401
د اقتصادي وضعیت غوړېدو لپاره باید څه وشي؟

که څه هم په تېر یو کال کې د افغان وګړو د اقتصادي ستونزو لېرې کېدو په هدف نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې، خو نړیوال مرستندویه بنسټونه وایي چې اوس هم تر ۲۸میلیونه ډېر افغانان بېوزله دي.
د اسلامي امارت چارواکي ستونزې مني، خو وایي، په تېر یو کال کې یې هڅه کړې چې د افغانستان اقتصادي ستونزو د هواري په هدف یو شمېر بنسټیزیزې پروژې پلې کړې، خو په خبره یې، لا هم د افغانستان اقتصادي ودې غوړېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.
خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي، ۱۴۰۱لمریز کال د افغانستان اقتصاد لپاره له ننګونو څخه ډک کال و او زیاتوي، ځینې نړیوال بندیزونه د دې سبب شول چې د افغانستان اقتصاد د پام وړ ونه غوړېږي.
«د اقتصادي ودې په برخه کې مو لوی پرمختګ کړی. موږ اوس‌مهال له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لرو. همداراز د لومړي ځل لپاره له چین سره د وسپنې پټلۍ ونښلول شوه. موږ د اقتصادي ودې لپاره بدیلې لارې پیدا کړې چې موږ یې د نورو له مجبوریته خلاص کړي یوو.»
خو دا چې هېواد ته د نړیوالې ټولنې پر نغدي او د خوراکي توکو پر مرستو سربېره ولې په تېر یو کال کې د افغانانو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون نه‌دی راغلی، په اړه یې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي:
«دغه بشري مرستې یوازې د دې لپاره دي چې د خلکو لنډمهالې ستونزې هوارې کړي، خو په اوږد مهال کې مثبتې اغېزې نه‌شي کولای، ځکه د افغانستان اقتصادي ستونزو د هواري لپاره اړتیا ده چې په بنسټیزو پروژ کار وشي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله ۱۴۰۱ لمریز کال له اقتصادي اړخه مثبت بولي او زیاتوي، په دغه کال کې له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې ښې او پر یو لړ مهمو پروژو کارونه وشول.
د اقتصادي چارو شنونکی عباد ناصري وایي، نړیواله ټولنه هم باید نور افغانانو ته د ماهي خوړولو پر ځای د ماهي نیول چل ور وښیي.
«زه فکر کوم چې د بشري مرستو د میکانیزم باید بدل شي چې له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا د افغانستان کورنی اقتصاد هم ورسره غوړیږي. خلکو ته ځينې فارمونه جوړ شي چې په هغه کې د چرګانو، حیواناتو او ځینې نور کارونه چې د باید په زراعت برخه کې پانګونه وشي.»
که څه هم د افغانانو د اقتصادي حالت ښه کېدو لپاره په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې پر میلیاردونو ډالرو سربېره بنسټیز کارونه نه دي شوي، خو اوس هېوادوال له اسلامي امارت څخه تمه لري چې افغانستان له شته ننګونو راوباسي او داسې بنسټیز کارونه ترسره کړي چې هېواد پر پښو ودرېږي او افغانان نورو ته له اړتیا وژغورل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA