ads

د ۱۱۰کلونو دښمني حل شوه

خوست یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د شخصي تربګنیو له کبله په کې یو شمېر کورنۍ د دښمنۍ ښکار شوې دي، خو د خوښۍ زیری دا دی چې د دغو دښمنو د پای ته رسولو په پار د حکومت او محلي جرګو له لوري هڅې پراخې شوې دي.

بصیر یاد
18 کب 1401
د ۱۱۰کلونو دښمني حل شوه

د خلکو ترمنځ دغه تربګنۍ او دښمنۍ تر ډېره د ځمکو، غرونو، دښتو او نورو مسایلو له کبله زېږي چې ځینې یې ان کلونه کلونه دوام مومي.
د خوست امنیه قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز په دې وايي چې د تېر یوه کال په جریان کې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د شخړو کمیسیون له لوري شاوخوا «شپږ» لویې شخړې اوارې شوې دي.
« لسګونه کسان په کې وژل شوي وو او د شل، پنځه‌ویشت، دېرشو او اتیا کلونو پورې پخوانۍ وې. موږ له ولسونو غوښتي چې خپلمنځي مشکلات د خبرو له لارې حل کړي او له زغم، صبر او خوصلې کار واخلي.»
د قومي مشرانو له لوري هم د خوست په بېلابېلو سیمو کې د شخصي دښمنیو د حل هڅې کیږي چې وروستۍ یوه یې د دغه ولایت د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند دلپوریو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۱۰ کلنه دښمني وه چې په دوستۍ بدله شوه.
له یوې پېړۍ اوږدې دې دښمنۍ کې د دوو کورنیو شپږ کسان وژل شوي وو او دواړو لورو ویل چې په دې اوږده موده کې یې ډېرې سختۍ لیدلي دي او په وینا یې، خپل کور او کلی ترې پردي شوي وو.
ګل زمان چې په یاده دښمنۍ کې یې د خپلې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي وايي:
«زموږ د نیکونو او پلرونو د وخت خبره ده ۱۱۰کاله یې وتلي دي، درې زموږ مړه شوي او درې د دوی مړه شوي دي. د ځمکې د ملکیت پر سر دغه مشکل جوړ شوی و، بیا موږ ۱۱۰ کاله دا خپل ځای، کلی او قوم پرېښود. هر چاته زما دا پیغام دی چې په ډېر جرئت سره باید که چا باندې مړی هم وي باید بدل یې وا نخلي او جوړه وکړي.»
معین شاه چې د دښمنۍ مقابل لوري دی، وايي چې دغه دښمني ډېره پخوانۍ ده او ده ته د دښمنۍ د پیل وخت نه دی یاد:
«موږ ازاد ګرځیدلی نه شوو، کاروبارونه مو ازاد نه‌شو کولی، که دغه مشکل نه‌وی، موږ به ډېر مخته لاړ وای، موږ به مکتبونه او پوهنتونونه ویلي وای، د دې دښمنۍ له وجې موږ بې سواده شوي یوو.»
د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی محمد یعقوب جان چې د څو نورو خواخوږو په همکارۍ یې د دواړو کورنیو ترمنځ روغه جوړه کړې وايي، دغه کورنۍ د دښمنۍ له کبله له ګڼو حقونو بې برخې وې:
«دا جوړه موږ په منځ کې ورته وکړه، دا دواړه سره رضا شول، درې یو طرف او درې بل طرف وژل شوي وو، دواړه سره تېر شول. دا پرېکړه بیخي داسې وشوه چې ټول عمر به بیا جنګ او جګړه نه وي.»
د ټولنیزو چارو کارپوه رفیع الله زیار بیا وايي، په خوست کې د کورنیو ترمنځ دښمنۍ اوږده مخینه لري، نو په کار ده چې د حل په موخه یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
«د دغو بدیدارو کورنیو ترمنځ دغه شخړي اواریږي او د پای ټکی ورته اېښودل کېږي، دا به یو ډېر ښه کار وي چې په دې وروستیو کې د څو کورنیو ترمنځ دغه کار شوی هم دی ځکه په دې کې تقریباً له نیکه نیولې تر لمسي پورې دې خلکو قربانۍ ورکړي دي او هغه څوک په کې وژل کېږي چې د قاتل پلار، ورور، زوی یا لمسی وي، نو د دا ډول پېښو مخنیوی او جوړ جاړی دغه بدبختیو ته د پای ټکی ایښودل دي.»
د یادولو ده چې په لویه پکتیا کې د قومونو، خېلونو او کورنیو تر منځ ډېری وخت د ځمکو، غرونو، دښتو او نورو بېلابېلو ټولنیزو مسایلو له کبله تربګنۍ او دښمنۍ رامنځ ته کېږي.
که څه هم په لویه پکتیا او ځانګړې توګه خوست کې د شخصي دښمنیو دقیقې شمېرې معلومول ګران دي، خو د هېواد د نورو سیمو په پرتله یې په دې سیمو کې کچه فوق العاده ډېره ده.
د یو کال په اوږدو کې په حکومتي هڅو د شپږو او په شخصي هڅو تر دې د کمو دښمنیو حل لارې موندل ممکن د دښمنیو شمېر ته په کتو لږ وي، خو همدې هڅو له خلکو سره دا هیلې پیدا کړې، چې دا لړۍ به وغځیږي او د دښمنیو شمېر به راکم کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA