ads

«په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی»

یو شمېر لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

کامران احمدزی
17 کب 1401
«په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی»

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د یو شمېر لویدیځو هېوادونو د ناستې ګډه اعلامیه خپره کړې چې په کې په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د خرابوالي په اړه اندېښنه څرګنده شوې.
دا اعلامیه د فبروري میاشتې په ۲۰مه نېټه د فرانسې په پاریس ښار کې د یو شمېر لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو د استازو تر لیدنې وروسته تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې.
په اعلامیه کې راغلي، ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې۵۰ فیصده یې مېرمنې او ماشومان دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې پر افغان ښځو د کار او زده کړو بندیز به افغانستان نور هم وځپي.
د یادونې وړ ده چې د فبروري پر شلمه نېټه په پاریس کې د متحده ایالتونو، اسټرالیا، کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، سویس، بریټانیا او د ملګرو ملتونو استازو په یوه ګډه ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA