ads

هېواد ته راستنې شوې کورنۍ څه غواړي؟

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست مسولین وایي، په تېر یوه کال کې د تورخم له لارې له پاکستان څخه تر درېیو زرو زیاتې افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې، چې زیاتره یې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې مېشت دي.

جان اغا صالح
17 کب 1401
هېواد ته راستنې شوې کورنۍ څه غواړي؟

د کډوالو رییس اکرام الدین مفتون وایي، هره ورځ په اوسط ډول لس کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي او که ورته زمینه برابره شي، زرګونه نورې کورنۍ به هم راستنې شي.
مفتون زیاتوي:
«په یوه کال کې تر درېیو زرو زیاتې کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې او هره ورځ شاوخوا لس کورنۍ هېواد ته ستنېږي او که ورته د کډوالۍ په اصول زمینه برابره شي؛ زیاتره افغان کډوال غواړي هېواد ته راشي، خو په لاره کې دوی زیات په عذابول کېږي. په یوه او بله بهانه نو هیله ده چې افغان کډوالو ته د کډوالو ټول حقوق ورکړل شي.»
بلخوا، له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال وایي، هېواد ته له راستندیو وروسته ورته څه ډول چې لازمه وه، مرستې نه دي ورسېدلې او اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
عصمت الله او شاه محمود دوه کاله کېږي چې له پاکستان راستانه شوي دي.
دوی له حکومت د استوګنیزو نمرو د وېش غوښتنه کوي او وایي، زیاتره راستانه شوي کډوال د کور د نشت له کبله په کرایي کورونو کې ژوند تېروي.
عصمت الله زیاتوي:
«دوه کاله مخکې چې هېواد ته راغلي یو، یوازې په لومړیو کې راسره تورخم کې لږ څه مرسته شوې او بیا له هغې وروسته له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې.»
شاه محمود زیاته کړه: «له کله نه چې راستانه شوي یو، له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یو او د ځای نشت له امله اوسمهال په کرایه کور کې ژوند کوو له حکومت غوښتنه کوو، چې موږ ته دې د استوګنې نمرې راکړي چې شته ستونزې حل شي.»

په ورته مهال د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس اکرام الدین مفتون وایي چې د مرستندویه موسساتو په همکارۍ درې زره راستانه شویو کډوالو ته سرپناه برابره کړې او په پلان کې لري، پر مستحقو کډوالو د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ هم پیل کړي.
مفتون زیاتوي:
«موږ د کډوالو لپاره درې ښارګوټي لرو چې یو یې د خانکي، شیخ مصري ا چمتلې ښارګوتی او زیاتره غصب هم په دې برخه کې شوی او په دې برخه کې تصفیه روانه ده او ټولو مستحقو کډوالو ته به د استوګنې نمرې ورکول کیږي، چې په دې برخه کې وزارت په یو پلان هم کار کوي.»
د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست د معالوماتو له مخې نه یوازې له پاکستان بلکې له ایران او ترکیې هم سږکال زر ګونه افغانان دې ولایت ته راستانه شوي، چې د یاد ریاست او نورو همکارو موسسو په مرسته یې ورته دحرفوي زده کړو او وړ کاروبارونو په برخو کې د کار زمینې برابرې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA