ads

هندوستان افغانستان ته ۲۰زره مټریک تنه غم رالېږي

د هند د بهرنیو چارو وزرات اعلان کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو مرسته کړې چې په نږدې راتلونکي کې به دا مرسته افغانستان ته ورسېږي.

کامران احمدزی
17 کب 1401
هندوستان افغانستان ته ۲۰زره مټریک تنه غم رالېږي

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرواګرام له لارې ترسره کېږي.
هند له افغانستان سره د مرستې دا اعلان د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو په ناسته کې کړی.
هندي استازي دې ناستې ته ویلي چې یاد مرسته به د ایران د چابهار بندر له لارې انتقال شي.
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې، هند په افغانستان کې د بشري بحران د کمېدو لپاره د ۵۰ زره مټریک ټنه غنمو مرستې اعلان کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA