ads

د ښځو نړیواله ورځ

نن د مارچ اتمه چې د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

محمدخان بریال
17 کب 1401
د ښځو نړیواله ورځ

دغه ورځ په افغانستان کې داسې مهال رارسېږي چې افغان مېرمنې له اسلامي امارت څخه د کار او زده کړو د حقونو ورکړې غوښتنه کوي.
اسلامي امارت هم وایي چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د مېرمنو د کار او زده کړو د حقونو ورکړې ته ژمن دي او همدا اوس د پوهنې، عامې روغتیا او په بېلابېلو برخو کې زرګونه مېرمنې په دندو بوختې دي.
که څه هم اوسمهال نجونې تر امر ثاني پورې له زده کړو ګرځول شوې، خو د اسلامي امارت مسوولین وایي چې د نجونو زده کړې په مطلق ډول نه دي بندې شوې، بلکې تر امر ثاني پورې ځنډول شوې او هر کله چې د زده کړو او په ادارو کې د مېرمنو د کار چوکاټونه برابر شي، ټولو مېرمنو به د کار او نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکړي.
د یادونې وړ ده چې په ۱۹۷۵ کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو له لوري د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA