تازه په ازبکستان کې د افغانستان د ګاونډیو او ځینو سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون غونډه شوې چې په کې د افغانستان پر سیاسي وضعیت، سولې، د سیمې د هېوادونو په اندېښنو، بشري مرستو او له افغانستان سره پر ښو اړیکو درلودلو ټینګار شوی دی.
له دې سره هممهاله بیا په هند کې هم د منځنۍ اسیا هېوادونو، هند او ملګرو ملتونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوې چې په کې له سولهییز افغانستان څخه پر ملاتړ او د افغانستان ملي حاکمیت، ارضي تمامیت، یووالي او د دغه هېواد په چارو کې په نه لاسوهنو ټینګار شوی. هغوی همدارنګه د یوه داسې سیاسي نظام غوښتنه یې کړې چې په کې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي.
پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه خبرې کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې پر نجونو او ښځو د وروستیو محدودیتونو په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او د دغه سازمان سرمنشي ټینګار کړی چې دوی د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته د افغانستان په اړه غونډې نیمګړې بولي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل کلید راډیو ته وویل چې د سیمې او نړۍ هېوادونه چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي او د دغه هېواد د پرمختګ په اړه کوم مثبت نظرونه ورکوي، د ستایلو دي:
«دغه ډول غونډې چې د افغانستان په تړاو ترسره کېږي، لازمه ده چې د افغان حکومت استازي هلته ګډون ولري او د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته دغه ډول غونډې نیمګړې دي، نو باید د افغان حکومت استازي دغه ډول غونډو ته وغوښتل شي، نظرونه یې واورېدل شي او په غونډو کې ځای ورکړل شي.»
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وایي، د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت د استازي ګډون اړین او ضروري دی:
«د افغانستان د استازو له ګډون پرته داسې غونډې د افغانستان لپاره مفیدې نه دي، ځکه دوی د افغانستان په اړه خبرې کوي او هلته د افغانستان استازی نشته، د دې ترڅنګ اسلامي امارت باید داسې طرحه چمتو کړي چې کابل د نړیوالو کنفرانسونو کوربه شي او له دې لارې امارت وکولای شي چې خپل بهرنی او بې پرې سیاست معرفي کړي.»
د سیاسي چارو بل کارپوه امین الله احساس وایي، تر اوسه چې د افغانستان په اړه په سیمهییزه او یا هم نړیواله کچه کومې ناستې شوې، په ځانګړې توګه هغه ناستې چې د اسلامي امارت استازي په کې نه وو، د افغانستان پر حالت یې هېڅ ډول اغېز نه دی کړی او داسې غونډې یوازې پر اسلامي امارت فشار بولي:
«تر اوسه دغو ناستو ځانګړی اغېز نه دی درلودلای، هغه که په سیاسي برخه کې وي او یا اقتصادي برخه کې. داسې غونډې یوازې د دې لپاره جوړېږي چې پر اسلامي امارت یو ډول فشار راوړي، څو اسلامي امارت اړ کړي چې هغه غوښتنې چې د دغو هېوادونو له خوا مطرحه کېږي، پرې ومني.»
د چارو کارپوهان ټینګار کوي چې نړیوال خپلې غوښتنې او اندېښنې باید په داسې غونډو کې د اسلامي امارت له استازو او یا هم په دوه اړخیزو ناستو کې مخامخ له افغان حکومت سره شریکې کړي، څو ورته حل لاره پیدا شي.