ads

اسلام اباد لوبډلې ملتان سلطان ته ماتې ورکړه

د پاکستان په سوداګریز کرکټ (پي ایس ایل) سیالیو کې تېره شپه د ملتان سلطان او اسلام اباد لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې اسلام اباد لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر وګټله.

کامران احمدزی
17 کب 1401
اسلام اباد لوبډلې ملتان سلطان ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې ملتان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې جوړې کړې.
د ملتان لوبډلې لپاره شان مسعود ۷۵منډې جوړې کړې.
اسلام اباد لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
اسلام اباد ته په توپ وهنه کې رحمان الله ګربز ۲۵ منډې وکړې او فضل الحق بیا په څلورو اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې، خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA