نوموړي پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغو لیدنو کې یې د قطر د بهرنیو چارو وزیر له مرستیالې لولؤ الخاطر سره په کتنه افغانستان ته د خپل سفر په اړه معلومات شریک کړي او د ښځو د کار او زده کړو د حقونو د ورکړې په برخه کې یې د قطر له هڅو څخه مننه کړې.
هغه دغه راز لیکلي چې په قطر کې یې د اروپايي ټولنې له ډیپلوماټانو سره د افغانستان په وروستیو سیاسي تحولاتو بحثونه کړي.
د یادونې وړ ده چې توماس نیکلوسن تېره اوونۍ په افغانستان کې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره په لیدنو کې د نجونو د زده کړو، مېرمنو د کار او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې.