له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې ویلي چې که د اسلامي همکاریو سازمان په ناستو کې د اسلامي امارت استازي ور وبلل شي او له دوی سره مشورې او خبرې وشي، پایلې به یې ګټورې وي.
د اسلامي همکاریو سازمان استازي ویلي چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وشو او پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې به د بشري اړتیاوو او پراختیايي پروژو په برخه کې د اړتیا ارزولو لپاره یو پلاوی افغانستان ته ولېږي.
نوموړي زیاته کړې، ټاکل شوې چې د اسلامي علماوو پلاوی هم افغانستان ته په سفر راشي.
بل لورته د رییس الوزرا اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو څخه مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې د بشري قوې د ظرفیت لوړولو، روغتیا او په نورو برخو کې یې له یاد سازمان څخه د مرستو غوښتنه کړې.