ads

ارزګان کې د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

دارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې داځل د فوټبال يوه مياشتنۍ سيالۍ تيره ورځ ناوخته پای ته ورسيدې

احسان الله ولسمل
11 کب 1401
ارزګان کې د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

دارزګان ولايت د فوټبال فداراسيون مسول ميرزامحمداميرزوی وايي دغه لوبې چې يوه مياشت يې دوام وکړ پکښې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی وو او سريز يې اتحاد لوبډلې خپل کړ.

نوموړی  وايي د تيرو کلونو په پرتله يې د فوټبال په برخه کې ډير پرمختګ کړی.

«دغه لوبې چې ۳۰ ورځې يې دوام وکړ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې د يوه ځوان په شخصې لګښت جوړې شوې وې زموږ د فوټبال برخې د نورو کلونو په پرتله زيات پرمختګ کړی دی او تاسو ته بله مهمه خبره داکومه چې په راتلونکي کې موږ پلان لرو ترڅو دارزګان ولايت لوبغاړي د ۱۵ کلنو ملي لوبډلې ته معرفي کړو زموږ يو فرعي ميدان په مدرسه بدل شوی دی موږ کوښښ کوو چې ورزشي ميدانونه زيات کړو.»

په دغه ولايت کې د فوټبال لوبغاړي وايي چې په ترسره شوو لوبو کې د تمرين په برخه کې ښه لاس ته راوړنې درلودې او غوښتنه کوي چې ورته په راتلونکي کې هم دغه ډول لوبې جوړې شي.

دوه تنه لوبغاړي ميرويس او محمدصادق وويل:

«ډير خوشحاله يمه چې په دغه لوبو کې ګډون کوو موږ ډيرې ښې  لوبې وکړې موږ غوښتنه کوو چې زموږ لپاره د فوټبال ميدانونه جوړ شي.»

محمدصادق:«موږ د مسولينو څخه غواړو چې دلته لوبې پر لاره واچوي ځکه دلوبو په ترسره کيدو سره ځوانان د ناوړه کارونو څخه راګرځول کيږي بله غوښتنه مو د ميدان ده چې باید زموږ لپاره جوړ شي ترڅو موږ ورباندې لوبې وکړو»

دارزګان ولايت د فوټبال فدراسيون مسولين وايي دوی د لوبغاړو يادې ستونزې له مسولينو سره شريکې کړې دي او هيله لري چې شته ستونزې به يې حل شي.

داپه داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم په دې ولايت کې لوبغاړو د لوبغالو له نشت څخه شکايتونه کول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA