ads

لاهور قلندرز لوبډلې اسلام اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د پاکستان په سوداګریزو سیالیو کې لاهور قلندرز لوبډلې اسلام اباد یوناټیډ ته ماتې ورکړه.

کامران احمدزی
9 کب 1401
لاهور قلندرز لوبډلې اسلام اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې جوړې کړې.
په توپ وهنه کې «عبدالله شفیقو» تر نورو زیاتې ۴۵منډې جوړې کړې.
افغان لوبغاړي راشد خان بیا په توپ وهنه کې په ۱۲ توپونو ۱۸ منډې جوړې کړې او په توپ چوونه کې یې په درېیو اورونو کې دوه لوبغاړي وسوځول.
اسلام اباد لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړی او ټوله لوبډله یې د لوبې په ۱۴ اور کې په ۹۰ منډو وسوځېده.
په توپ وهنه کې رحمان الله ګربز تر ټولو زیاتې ۲۳ منډې جوړې کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA