ads

«د سفارتونو سپارل د رسمیت پېژندنې پیلامه ده»

د دوشنبې په ورځ په تهران کې د افغانستان سفارت په رسمي توګه د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته وسپارل شو او خپل کار یې پیل کړ، له دې وروسته په ترکیه کې هم د استانبول ښار په قونسلګرۍ کې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو خپل کار پیل کړ.

فضل هادي حمیدي
9 کب 1401
«د سفارتونو سپارل د رسمیت پېژندنې پیلامه ده»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وایي، په استانبول کې به افغان ډیپلوماټان په معیاري او رڼه توګه بهرمېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ له ترکیې سره د اړیکو ټینګولو لپاره هم هڅې کوي:
«د دوشنبې په ورځ د ترکیې په ستانبول کې د افغانستان په جنرل قونسلګرۍ کې د اسلامي امارت له خوا استول شوي ډپلوماټ خپل کار رسما پیل کړی دی.»
د سیاسي چارو کارپوه سیداکبر آغا اسلامي امارت ته د سفارتونو سپارل د رسمیت پېژندلو لپاره پیلامه بولي:
«د دې احتمال شته چې په نږدې راتلونکي کې په اماراتو کې هم د اسلامي امارت سفیر کار پیل کړي، یو شمېر نور هېوادونه هم داسې ښکاري چې خپلو هېوادونو کې سفارتونه امارت ته وسپاري.»
پخوانی ډیپلوماټ عزیزمعارج هم دا یو پرمختګ بولي او وایي چې کېدای شي نور هېوادونه هم له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې کړي:
«دا اصلا د افغانستان نا اعلان شوی په رسمیت پېژندل دي، کېدای شي اوس ښه لابي وشي او نور هېواونه هم وهڅول شي، بلې خوا ته د امارت لپاره هم یو ښه دلیل دی چې نورو هېوادونو ته ووایي چې تاسو هم که غواړئ سفارت راوسپارئ کولای شئ او ستونزه نه شته.»
د سیاسي چارو بل کارپوه احمدخان اندړ وایي، که د افغانستان اسلامي امارت او دغه هېوادونه چې افغانستان هلته سفارتونه لري، هڅې نورې هم زیاتې کړي، نو له یوې خوا به د رسمیت پېژندلو د ستونزې حل ته لاره هواره شي او له بلې خوا به پر افغانستان لګېدلي بندیزونه کم شي:
«ښه به دا وي چې د افغانستان اسلامي امارت په کور د ننه هم نرمښت وښيي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نرمه ډپلوماټیکه ژبه وکاروي.»
د چارو کارپوهان وایي، په دې وروستیو کې له نړۍ سره د اسلامي امارت په اړیکو کې پرمختګ لیدل کېږي. د دوی په وینا کېدای شي چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې مطلوب حد ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA