ads

د رسمیت پېژندنې پر لور ګام

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوشنبې په ورځ به په ایران کې د افغانستان د سفارت واګي په رسمي توګه افغان ډیپلوماټانو ته وسپارل شي.

فضل هادي حمیدي
8 کب 1401
د رسمیت پېژندنې پر لور ګام

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل رسنیو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې د سفارت د واګي ترلاسه کولو لپاره د یاد سفارت د نوي شارژدافیر مولوي فضل محمد حقاني په مشرۍ د ډیپلوماټانو یوه ډله ایران ته تللې او په تهران کې به د افغانستان د سفارت چارې سمبالوي.
تکل زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت، اسلامي امارت ته په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل د ایران او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم او مرستندوی ګام بولي:
«د دې لپاره چې په ایران کې د مېشتو هېوادوالو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې ځنډ او خنډ رامنځته نه شي، د بهرنیو چارو وزارت نن سهار د مجربو ډيپلوماټانو اووه کسیزه ټیم په تهران کې د افغانستان سفارت ته واستاوه، څو د نوي شارژدافیر ترڅنګ خپلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.»
که څه هم د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په ترکیه کې د افغانستان د سفارت په اړه څه نه دي ویلي، خو د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې رییس ذاکر جلالي پر ټویټرپاڼه لیکلي چې ایران او ترکیه دوه هغه سیمه‌ییز قدرتونه دي چې ډېری افغانان په کې مېشت دي.
« په دغو هېوادونو کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا استول شوو ډیپلوماټانو ته د سفارت او کونسلګرۍ چارو له سپارلو سره اوس د سیمې په نږدې ټولو هېوادونو کې د اسلامي امارت ډیپلوماټیک حضور بشپړ شو. دا ستر پرمختګ دی.»
کارپوهان دې کار ته له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د یو پرمختګ په سترګه ګوري.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وایي، د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ که په یوه جغرافیه کې یو نظام وي او امنیت یې هم ټینګ کړی وي، باید د یوه نظام په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
نوموړی وایي، افغان حکومت ټول معیارونه پوره کړي او نړیوالو ته نوره هېڅ پلمه نه ده پاتې چې افغان حکومت په رسمیت ونه پېژني:
«د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په ایران او ترکیه کې د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته سپارل، دا د افغان حکومت حق دی، مخکنی نظام نه جغرافیه لري، نه پر افغانستان حاکمیت لري او نه هم د افغانستان استازیتوب کولای شي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي، اسلامي امارت ته د دغو سفارتونو سپارل له نړیوالو سره د اړیکو ټینګولو یوه ښه وسیله ده او کولای شي چې د افغان حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره هم لاره هواره کړي:
«دا یو ښه اقدام دی، دا به زمینه برابره کړي چې دوی نور هم خپل مناسبات ټینګ کړي، دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو لیدنو او کتنو ته هم زمینه برابره کړي، دا یو پل او یوه رابطه ده چې رامنځته شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت د ځینو ګاونډیو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونو لکه پاکستان او روسیې ته خپل ډیپلوماټان لېږلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA