ads

سینه‌بغل؛ بلخي ماشومان ګواښي

په هېواد کې د پخوا په پرتله د موسمي ناروغیو او سینه‌بغل پېښې زیاتې شوې او په ځینو سیمو کې پر دغو ناروغیو اخته ماشومانو ته هم رسېدنه ګرانه ده.

کامران احمدزی
1 کب 1401
سینه‌بغل؛ بلخي ماشومان ګواښي

ماه‌جبین چې له خپلې ناروغې لور نجیبې سره د مزار شریف ملکي روغتون ته راغلې وايي، هوا ډېره سړه ده او میندې باید خپلو اولادونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
«زه له میندو غواړم چې په ژمي کې خپلو اولادونو ته زیاته پاملرنه وکړی او ماشومان له کوره بیرون پرې نه‌ږدي. زما لور په سینه بغل او شري ناروغۍ اخته شوې ده.»
پر ماه‌جبین سربېره، په یاد روغتون کې ګڼ شمېر نورې مېرمنې هم لیدل کېږي چې خپل ماشومان یې روغتون ته راوړي دي.
دلته د ناروغانو ډېروالی د دې سبب شوی چې پر یوکسیز کټ دوه ناروغان بستر شي.
د فرشتې په نوم یوه بله مېرمن چې زوی یې په سینه‌بغل اخته شوی وايی:
«زما زوی په سینه‌بغل ناروغۍ اخته شوی، وضعیت یې پخوا ډېر خراب و، خو اوس مهال ښه دی.»
له بل لوري یو شمېر ډاکټران وايي، سینه‌بغل د سږو د پړسوب سبب کېږي چې په دغې ناروغۍ اخته ناروغ د اکسیجن او وینې له کموالي سره مخ کېږي.
دوی وايي، پر دغې ناروغۍ ډېر واړه ماشومان اخته کېږي چې د هغوی د مړینې سبب هم ګرځي.
د ماشومانو متخصص ډاکټر غلام جیلاني وايي: «کله چې د سینه‌بغل ناروغي سخته شي، نو د ماشوم د سینې لاندې برخه داخل ته ننوځي، د ماشوم شونډې او پوزه سره کېږي، چې په ډېره سخته اکسیجن اخلي.»
جیلاني وايي، له ۲۰۰ کلونو راهیسې سینه بغل ناروغي د ماشومانو لپاره اوومه مرګونې ناروغي ده.
په همدې حال کې د مزار ښار د ملکي روغتو ډاکټران وايي، روان کال نه یوازې د سینه بغل ناروغان زیات وو، بلکې په تنفسي ناروغۍ ګڼ شمېر اخته ناروغان دغه روغتون ته راوړل کېږي.
د دوی د معلوماتو له مخې، دغه روغتون ته هره ورځ د ۵۰۰په شاوخوا کې ناروغان راوړل کېږي.
ډاکټر خالد چې په دغه روغتون کې کار کوي وايي:
«موږ ته یوازې له مزار ښار نه؛ بلکې له ولسوالیو هم ناروغان راځي. هره ورځ له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ ناروغان معاینه کوم او له ۵۰څخه تر ۱۰۰پورې ماشومان بستر وو.»
ډاکټران وايي، نه یوازې سړه هوا؛ بلکې د روغتیایي لارښوونو نه مراعت او د کورنیو نه پاملرنه د دې سبب کېږي چې دا ډول ناروغۍ زیاتې شي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم مني چې سینه بغل او نورې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې، خو وايي چې ټولو روغتونونو ته یې لارښوونه کړې چې ناروغانو ته د رسېدنې په برخه کې ناغېړي ونه کړي.
د بلخ د عامې روغتیا رییس خیر محمد خیر خوا وايي: «د بلخ ولایتي روغتون په بشپړ ډول د خلکو په خدمت کې دی، زموږ ټول روغتیايي ټیمونه دمګړۍ په کار بوخت دي او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.»
هڅه مو وکړه چې د دغې ناروغۍله کبله د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه کره جزیات ترلاسه کړو، خو روغتايي مسوولینو په دې اړه زیات جزیات رانه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، هر ورځ یو شمېر ناروغ ماشومان د موسمي ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د وږمې په نوم هغه مېرمن چې خپل ماشوم یې د موسمي ناروغیو له کبله وژل شوی وايي: «
«زما اقتصادي وضعیت ښه نه دی، له بې وسۍ مې خپل زوی له لاسه ورکړ، شپږ میاشتنی زوی مې په سینه بغل ناروغۍ اخته شو، زما کوټه یخه ده، د ګرمولو وس یې نه لرم، ځکه مې زوی مړ شو.»
د موسمي ناروغیو د زیاتېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې خلک د بې کارۍ او بې وزلۍ له کبله د خپلو خونو د ګرمونو وس نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA