نوموړي دغهراز ټينګار کړی چې اسلامي امارت له نړۍ سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي او د دوی د حکومت رسمیت پیژندلو لپاره دې پلمې نه لټول کیږي.
خو بل لورته نړیواله ټولنه بیا وايي، اسلامي امارت کړې ژمنې نه دي عملي کړي په تېره د ښځو او نجونو د کار او زدهکړې حقونه.
د سراجالدین حقاني په وینا، حکومت او واکمنان د ولس پر وړاندې په هر حالت کې مسؤل دي. حکومت سره د ولس د نژدېوالي مسؤلیت لري نه د لیرې والي.
«زموږ مسئوليتونه د ولس پر زخمونو د ملهم کېښودل دي په کوچني فکر او متشددو نظرياتو سره ولس له ځان څخه باید لیرې نه کړو.»
بلخوا د چارو شنونکي د کورنیو چارو سرپرست وزیر څرګندونې مثبتې اروزي او وایي، د نوموړي څرګندونې ښيي چې له نړۍ سره سیاسي تعامل ته لېواله دي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وایي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلکو ته یو ډول هیلې ورکړې دي.
نوموړی زیاتوي، دغه هیلې کولای شي چې د اسلامي امارت او ولس ترمنځ شته فاصلې ختمې کړي.
«نړیواله ټولنه له اسلامي امارت نه ډېرې ساده غوښتنې لري چې د افغانستان اسلامي او افغاني ارزښتونو سره ټکر نه لري، لکه د ښځو کار او زدهکړې یا بشري حقونو ته پام کول او همداراز یو داسې حکومت چې تولې خواوې پهکې ځان وویني.»
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر اغا بیا وایي، له نړۍ سره سیاسي تعامل یوازې په اسلامي امارت نه، بلکې نورې نړۍ پورې هم اړوندیږي.
نوموړی زیاتوي، ترڅو چې دواړه خواوې مثبت ګامونه پورته نه کړي، ښایي په دې برخه کې پرمختګ ونه شي.
«له نړۍ سره سیاسي تعامل یوازې په اسلامي امارت پورې نه دی تړلی، بلکې دا خپله نړیوالو پورې هم تړلی چې دوی دومره ځان لرې بولی چې امارت نهشي ورنږدې کېدلای. نړیوال او اسلامي امارت باید دواړه مثبت ګامونه واخلي.»
د افغانستان لپاره د بریتانیا تلونکي سفیر هوګو شارتر په افغانستان کې د «ثبات لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې.»
شارتر چې د خپل ماموریت چارې یې د قطر له دوحې نه مخ ته وړلې، د خپلې مخه ښې په ناسته کې په ټینګار ویلي”خبرې اترې د پرمختګ لاره ده.”
هغه په افغانستان کې د اسلامي امارت له حکومت او نورو اړخونو غوښتي چې پر یوه ګډ میکانېزم سلا وکړي ځکه چې خبرې اترې د شخړو پای ته رسېدو لپاره یوازینۍ اډانه کېدلی شي.