ads

کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ

د راپورونو پربنسټ، د افغانستان اسلامي امارت منلې چې په راتلونکو ورځو کې به یو پاکستانی پلاوی کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره به په یو لړ امنیتي مسایلو خبرې اترې وکړي.

فضل هادي حمیدي
17 سلواغه 1401
کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ

راپورونه وایي؛ اسلامي امارت دا هم ویلي چې که د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وشي، نو همکارۍ ته چمتو دي.
د چارو کارپوهان وایي، پاکستان اوس له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او غواړي چې د خپلو ستونزو پړه له هېواده بهر پر افغانستان واچوي.
د سیاسي چارو کارپوه امین الله احساس وایي، پاکستان فکر کوي چې اسلامي امارت پر ټي ټي پي نفوذ لري او هغوی به خبرو کولو او یا هم لږ تر لږه اوربند ته قانع کړي، خو دا چاره ناشونې ده:
«ټي ټي پي د ځان لپاره معیارونه او خپله ستراتیژي لري، دوی اوس د پاکستان له حکومت سره یو موازي حکومت اعلان کړی، دوی اوس وزیران، رییسان او د مختلفو برخو مسوولین لري او بشپړه کابینه لري، نو په داسې حالت که به دا سخته وي چې اوس د پاکستان دا غوښتنه چې ټي ټي پي دې تسلیم یا خبرو ته کېني او یا دې اوربند وکړي.»
د سیاسي او پوځي چارو کارپوه جنرال محمد طاهر یرغل بیا وایي چې پاکستان له یوې خوا غواړي په کور د ننه د بلوڅو او پښتنو د خپلواکۍ غوښتنې غږونه غلي کړي او له بلې خوا غواړي د ترورېزم د قربانۍ په نامه له لویدیځ او امریکا څخه مرستې ترلاسه کړي.
جنرال یرغل وایي، که پاکستانی پلاوی راځي، دا به د ګاونډیتوب پربنسټ وي او دا یوه عادي چاره ده، خو نوموړی ټینګار کوي چې اسلامي امارت له پاکستان سره باید د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره همکاري وکړي:
«پاکستاني طالبان د اسلامي حکومت جوړول غواړي، همدا یې شعار او هدف دی، خو دا غوښتنه بیا پاکستان نه مني، دا بیا د پاکستان خپله کورنۍ مسئله ده او باید په خپله یې حل کړي او پړه یې نه پر افغانانو واچوي او نه پر بل چا.»
کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر د وخت او اجنډا په اړه مو وغوښتل چې د اسلامي امارت د مسوولینو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA