ads

د قطر هېواد پلاوي څه پیغام راوړی و؟

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره ورځ د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي دوکتور مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي دي.

تاج ولي غورځنګ
17 سلواغه 1401
د قطر هېواد پلاوي څه پیغام راوړی و؟

قحطاني د امیرخان متقي تر څنګ د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره هم کتلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم له افغان لوري سره د خپل پلاوي د لیدنې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په ترسره شوې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي، پرمختیايي او تحصیلي مسایلو په تېره د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه جدي بحثونه وشول.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، په‌ دغه هېواد کې هر اړخیزې سیاسي اجماع ته د رسېدو په برخه کې د قطر د هڅو دوام هم د دغو خبرو یوه برخه وه.
د قطر هېواد د راغلي پلاوي په اړه د سیاسي شنونکي وایي، دغه سفر په دې معنی دی چې قطر ښکېل لوري یو ځل بیا د هوکړې عملي کېدو ته ور وبولي.
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر اغا وایي، قطر هېواد هڅه کوي چې اسلامي امارت او امریکایي لوري یو ځل بیا د دوحې هوکړې عملي کولو ته ور وبولي.
د نوموړي په خبره، که د دوحې هوکړه ماتېږي، تر ټولو لوی سیاسي زیان یې قطر ته رسیږي.
«په دې وروستیو کې د دوحې هوکړې په اړه ډېر بحثونه کېږي چې امریکا اسلامي امارت او اسلامي امارت امریکا له دې هوکړې څخه په سرغړونې تورنوي. قطر هېواد بیا په دې لټه کې دی چې د نورو خبرو ترڅنګ دغه دوه هېوادونه یو ځل بیا د دوحې هوکړې عملي کولو ته وهڅوي.»
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین‌ګل څمکنی بیا وایي، ښایي د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي کابل ته د امریکایي لوري ځانګړی پیغام راوړی وي.
«قطر هېواد په اسیایي هېوادونو کې د امریکا او د هغوی د متحدینو استازیتوب کوي. همدا اوس چې په مسکو کې غونډه جوړېږي، ښایي قطر هېواد به هڅه وکړي چې اسلامي امارت ته د امریکا یو ډول پیغام ورسوي چې څنګه د دغې غونډې په اړه دریځ ونیسي.»
د یادولو وړ ده چې قطر اوس مهال د افغانستان له نوي حکومت سره ښې اړیکې لري او د تېر نظام له ړنګېدو وروسته د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو سفیران له همدې هېواد څخه خپلې چارې سمبالوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA