ads

کرن ډېکر: په زده کړو بندیز افغانستان کمزوری کوي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر کانکور بندیز ته په اشارې ویلي چې دا اقدام افغانستان ډېر کمزوری کوي.

کامران احمدزی
11 سلواغه 1401
کرن ډېکر: په زده کړو بندیز افغانستان کمزوری کوي

نوموړې د سه شنبې په ورځ پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د خپلو ژمنو د عملي کولو پرځای د نجونو پر زده کړو نور بندیزونه هم لګوي.
بل لور ته تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم دا اقدام په ناسم لوري ګام اخیستنه بللې.
یوناما له اسلامي امارت څخه غوښتي چې یاده پرېکړه په سمدستي ډول بېرته واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA