ads

«د لارو په خلاصېدو کې دې چټکې هڅې وشي»

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، په ټولو هغو ولایتونو کې چې واورې او بارانونه په کې زیات کېږي ټولې لارې یې د یاد وزارت د کاري ټیمونو په هڅو د ټرافیکو پرمخ خلاصې دي او هېوادوال کولي شي د اړتیا په صورت کې تګ راتګ وکړي.

اسلام الدین احمدي
11 سلواغه 1401
«د لارو په خلاصېدو کې دې چټکې هڅې وشي»

دوی زیاتوي د سالنګ لویه لار چې د سختو واورو له کبله د تګ راتګ پر مخ بنده شوې وه د تخنیکي ټیمونو په هڅو اوس د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.
بل لور ته هېوادوال وايي چې د اورښتونو له کبله د لویو لارو له بندېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ وي او له حکومت څخه غواړي چې د لویو لارو په خلاصېدو کې جدي او پر وخت اقدامات تر سره کړي.
د ارزګان – کندهار لویې لارې لارۍ چلوونکی سردار محمد وايي:
«لاره ډېره خرابه شوې او د واورو ورېدو له کبله اکثره وخت بندېږي. که چېرې لارې بنده وي سوداګرۍ په ټپه درېږي، مال انتقالولی نه شو او توکي هم ګرانېږي. له اړوندو ادارو غواړم چې دې برخې ته جدي پام وکړي.»
د ارزګان ولایت اوسېدونکی منیر احمد وايي:
«د لارو بندېدو له کبله په بازارونو کې د توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی، هیله مو له اړوندو چارواکو څخه دا ده چې د لویو لارو بندېدو ته پوره پام وکړي تر څو مسافر او د سوداګری مالونه بند پاتې نه شي.»
د ټولګټو وزارت ویاند حمید الله مصباح کلید راډیو ته وویل، د یاد وزارت لخوا څو ورځې وړاندې ټولو هېوادوالو ته خبرداری ورکړل شوی و چې د هوا پېژندنې ملی ادارې په ډېری ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی نو هېوادوال دې له اړتیا پرته له سفرونو ډډه وکړي.
د نوموړي په خبره، د تګ راتګ ټولې لارې به د ټرافیکو پرمخ خلاصې وي، خو وایي له هېوادوالو یې غوښتنه دا ده چې د سفر پر مهال د اړتیا وړ توکي او وسایل له ځان سره ولري.
«یاد وزارت خپلو ټولو ریاستونو ته د ژمی له راتګ مخکې د اړتیا وړ ټول وسایل او امکانات پوره کړي دي. په لسو ولایتونو کې هغو سیمو لپاره چې واورې او بارانونه په کې ډیر کېږي د ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت له قراردادي او خصوصي شرکتونو سره مو قراردادونه کړی او هغوی هم پوره چمتوالی لري.»
له دې سره جوخت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له کبله څه باندې ۱۷۵ کسان مړه او شاوخوا ۳۰ تنه ټپیان شوي او د دې تر څنګ تر ۱۲۰ پورې کورونه ویجاړ او ۸۰ زور څخه پورته څاروي تلف شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي:
«پوره چمتوالی لرو او هڅې مو دوام لري او همدارنګه له نورو موسساتو سره همغږي لرو او هغه مرستې چې زموږ په لاس کې وې ټولو ولایتونو ته مو لېږلې دي. سروې مو اوس هم جریان لري د هېوادوالو لاسنیوي لپاره مو ټول ولایتي ریاستونه چمتو دي. هڅه کوو چې خلکو ته پر وخت رسېدنه وکړو.»
د یادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې ملي ادارې په راتلونکو ورځو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو اټکل کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA