ads

د افغانستان د وضعیت راپور ملګرو ملتونو ته وړاندې شو

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي «مارټین ګریفټس» تېره شپه په نیویارک ښار کې افغانستان ته د خپل سفر په اړه جزیات شریک کړل.

کامران احمدزی
11 سلواغه 1401
د افغانستان د وضعیت راپور ملګرو ملتونو ته وړاندې شو

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت چارواکو ته یې د ښځو د کار او نورو حقونو په اړه خپل پیغام په واضح ډول رسولی، خو په وینایې، وبه لیدل شي چې د افغانستان سرپرست حکومت په دې برخه کې څومره پر خپلو ژمنو عمل کوي.
په همدې حال کې یادې غونډې ته د پاملرنې موسسې مشرې «سوفیا سپریچمن» ويلي، که افغانانو ته بشري مرستې ونه رسېږي، د مړینې له ګواښ سره د مخ کېدو وېره یې بېخي ډېره ده.
نوموړې ویلي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د ټولو خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره سخت دی.
په ورته مهال د یونیسف مشر هم یادې غونډې په خبرو کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه اندېښنه ښوودلې.
د ملګرو ملتونو پلاوي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغلل او دلته یې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره وکتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA