ads

په کندهار کې د فرهنګ‌پالانو ستاینه

د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست شپږ تنه فرهنګ‌پالان او دیني عالمان په یوه لویه غونډه کې د هغوی د ښو ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو له کبله وستايل.

تاج محمد ساحل
10 سلواغه 1401
په کندهار کې د فرهنګ‌پالانو ستاینه

د تعلیم الاسلام راډيو موسس مولوي محمد عمر خطابي، انجینر شېرشاه رشاد، مولوي عبدالهادي حماد، استاد نجيب الله هوتکي، استاد نذیر احمد طايي او مولوي محبوب شاه ساجد هغه کسان وو چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست يې ستاینه وکړه.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ نور احمد سعید وايي، د کندهار اوسنی فرهنګي حالت بدلون ته اړتیا لري او باید په دې برخه کې شته فرهنګ‌پالان له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره مرسته وکړي.
«کندهار په تاریخ کې په فرهنګي لحاظ ځانګړی ځای لري، ځني خلک وايي، کندهار د جګړې اتلان لري، خو په علمي لحاظ اتلان نه لري، دا خبره سمه نه ده.»
نوموړی وايي، د کندهار د فرهنګ‌پالانو علامه ابو الوفا او علامه حبیبي صاحب پر اثارو هندي او عربي لیکوالانو کتانونه ولیکل او اثار یې نړیوال شهرت لري.
«دلته که ميرویس خان نیکه د ګورګین سرې لښکرې ماتې کړې، له بل پلوه علامه حبیبي او علامه ابوالوفا صاحب داسې تاریخي اثار پرېښودل چي هندي او عربي ليکوالانو کتابونه ورباندي ليکلي دي.»
فرهنګ پالان هم وايي، په تېرو څو لسیزو کې د کندهار فرهنګي حالت له پامه غورځول شوی و.
استاد نذیر احمد طايي وايي، که دغه ډول ناستې جریان پیدا کړي او د ځوانو فرهنګ‌پالانو ښه روزنه وشي، یو ځل بیا به د کندهار فرهنګي برم راژوندی شي.
«په کندهار کې د تاریخ په اوږدو کې ظلمونه شوي، مشاهېر یې تر پښو لاندې شوي او زموږ کدرونه هم له پامه غورځول شوي دي.»
کندهار چې دا مهال سلګونه ليکوالان او شاعران لري، زیات شمېر یې د بېکارۍ له کبله اړ شوي چي ادبي او فرهنګي فعالایتونه ودروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA