ads

په زابل کې کتابتون یو، خو مینه یې زیاته شوې

په زابل کې د ژمي له رخصتیو څخه په استفادې، ځوانانو مطالعې ته مخه کړې ده.

عبدالقیوم عاجز
10 سلواغه 1401
په زابل کې کتابتون یو، خو مینه یې زیاته شوې

دوی په زابل کې له یوازني دولتي کتابتون څخه د مطالعې له‌پاره کتابونه ترلاسه کوي او لولي يې.
دغه زابلي ځوانان په ورته وخت کې د یاد کتابتون د لا پراخېدو غوښتنه کوي.
د لس متره په اوږدوالي لوی سالون دروازه مو پرانستله (د دروازې خلاصولو کوچنی غږ) کیڼ او ښي لورو ته په لرګینو الماریو کې زرګونه کتابونه په کتار اېښودل شوي؛ د صالون مینځ کې د مطالعې له‌پاره لوی مېز او څلور خواو ته شنې چوکۍ پرتې دي؛ دا د زابل یوازنی عامه کتابتون دی چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې فعالیت لري.
زابلي ځوانان به خپله اصلي پېژندپاڼه سپاري او بیا د مطالعې له‌پاره له یوه څخه تر درېیو د خوښي کتابونه وړلای شي، دوی د دولت په دې کار راضي او خوشحاله دي.
اکبرشاه وثیق سپین کالي په تن کړي، توره د کتابونو بکسه یې په غاړه د عامه کتابتون ودانۍ ته ننوت. دی غواړي یو یا هم دوه د خوښې وړ کتابونه له کتابتون څخه ترلاسه او څو ورځې پرې مصروفه شي، ده له چارواکو د دې کتابتون د غني کېدلو غوښتنه وکړه.
«موږ په زابل کې یوازنی کتابتون لرو چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې دی او د زابل عامه کتابتون په نامه دی، ځوانان ترپخوا تکړه شوي او له مطالعې سره مینه لري، زموږ یوازنۍ ستونزه د کتابونو نشت دی او له چارواکوغواړو چې دې برخه کې راسره همکاري وکړي.»
طلامحمد پر شنه چوکۍ د لوی لرګین میز مخ ته په خپلو دواړو لاسونو کتاب تر وزرونو نیولی او ناست دی. ده وویل اوونۍ او یاهم تر دې څه زیات وخت راځي او له کتابتون څخه د مطالعې له‌پاره کتاب وړي.
«موږ په اوونۍ کې عموما دې کتابتون ته راځو او کوم کتابونه، یا مضامین چې مو خوښ شي، له دې ځایه یې وړو، مطالعه کوو یې، موږ له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه زیات خوشحاله یو چې دا زمینه یې راته برابره کړې.»
مبین احمد د ښوونځۍ په یولسم ټولګي کې دی، خو اوس یې ښوونځۍ رخصت دي، ده څو ورځې وړاندې د زابل عامه کتابتون څخه د بلک واټر په نوم کتاب وړی او مطالعه کړی یې و، مبین وویل چې د دې کتاب په لوستلو سره یې نور هم معلومات زیات شول، هغه له ځوانانو وغوښتل چې مطالعه وکړي.
«ما د زابل عامه کتابتون څخه د بلک واټر په نوم کتاب یووړی او مطالعه مې کړ، ما د سیاست او تیر شل کلن اشغال په هکله ډېره څه زده کړل، له نورو ځوانانو هم غوښتنه لرم چې مطالعې کولو ته مخه کړي.»
له دې کتابتون څخه یوازي نارینه کتابونه ترلاسه کولای شي، لوستې مېرمنې د دوی لاس ته ګوري، د زابل ولایت اوسېدونکې وحیدې وویل، دوی ته یې د کور نارینه کتابونه راوړي او په کورونو کې ترې مطالعه کوي، هغې د ژوند له‌پاره مطالعه مهمه وبلله.
«مطالعه په ژوند کې ډېره مهمه ده، انسان نشي کولای بغیر له مطالعې پرمختګ وکړي، موږ ته د کور نارینه کتابونه راوړي او بیا يې مطالعه کوو.»
د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تایید کړه چې د زابلي ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود مخ پر وده دی او د کتاب مینه‌وال مخ په زیاتېدو دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي رحمت‌الله حماد وايي، دوی له بېلابېلو لارو ځوانان مطالعې ته وهڅول چې له کبله یې د کتاب مینه‌وال زیات شوي او د دوی کتابتون ته زیاته مراجعه کوي.
د ده په وینا دا مهال د زابل عامه کتابتون کې تر لس زره ټوکه د بېلابېلو برخو کتابونه شتون لري چې هره ورځ ځوانان، مشران او ماشومان د مطالعې له‌پاره ورته راځي.
«د اسلامي امارت له راتګ وروسته موږ د مطالعې دودولو له‌پاره ډېرې هلې ځلې کړې دي، بنرونه مو چاپ کړل، پوسټرونه مو ولګول چې له هغه وروسته د مطالعې دود لږ پراخ شوی دی، د پخوا په پرتله د کتاب مراجعین زیات شوي دي، د ښوونځیو شاګردان، زلمیان، د پاخه عمر خلک او ماشومان راځي، شاوخوا لس زره کتابونه لرو، موږ کوښښ کړی چې د دې ترڅنګ ولسوالیو کې هم کتابتونونه جوړ کړو.»
که کتاب لوستنه پرمختګ وکړي، او دود شي نو بیا د زابل غوندې لوی ولایت په کچه یو کتابتون بسنه نه‌کوي، ځکه نو لازمه ده چې دولت په دې برخه کې پوره کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA