د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي چې نوموړی د یاوان ولسوالۍ اوسېدونکی و چې اوس مهال یې کورنۍ په فیض اباد ښار کې اوسېدله.
هغه په یو لیک کې پلار او مور ته لیکلي چې له دنیا یې زړه موړ شوی او ده ته دې دعا وکړي.
نورلهدا د لسم ټولګي زده کوونکی و او د کورنۍ غړي یې وايي چې هېڅ ډول اقتصادي ستونزې یې هم نه درلودې.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په ارزګان کې هم یو ځوان ځان وژنه کړې وه.