د ایران له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د شویو پرمختګونو او پر دغه هېواد د یو شمېر بندیزونو د لېرې کولو په اړه خبرې کړې دي.
بل لورته یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار د بندیز پرېکړې ناسم اقدام بلل شوی.
تر دې وړاندې هم ایران په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار د بندیز پرېکړه خواشېنونکې بللې وه.