ads

د افغان نجونو د زده کړو بندېدو په اړه غبرګونونه

د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په اړه لاهم نړیوال غبرګونونه دوام لري.

فضل هادي حمیدي
10 سلواغه 1401
د افغان نجونو د زده کړو بندېدو په اړه غبرګونونه

وروسته له هغه چې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوم لیکنه تر امرثاني پورې وځنډوله، د ا سلامي همکاریو سازمان دغه پرېکړه خواشینوونکې بللې.
یاد سازمان په یوه ټویټ کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې پر خپلې دې او نورو پرېکړو له سره کتنه وکړي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد هم ویلي چې په افغانستان کې یې د نجونو د زده کړو او د مېرمنو پر کار د محدودیتونو د دوام په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
نوموړې لیکلي، د افغانانو د ستونزو لپاره د حل لار د ملګرو ملتونو سازمان لومړیتوب دی.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا پرېکړه زیانمنوونکې بللې ده.
د چارو کارپوهان بیا ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د زده کړو او کار په برخو کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه راکم کړي، که داسې ونه شي، له نړیوالو سره به اوسني تعاملات نور هم زیانمن شي.
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وایي، اوس هم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې اړیکې په ټيټه کچه دي او په خبره یې، که د نجونو د زده کړو او ښځو د کار په اړه محدودیتونه لرې نه شي، د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت به له خنډ سره مخ کړي:
«د دغو اړیکو د خرابوالي تر ټولو لوی علت د ښځو حقونه او د نجونو د زده کړو موضوع ده، په تاسف سره چې اسلامي امارت په وروستیو پرېکړو د نړیوالو او افغانانو هغه هیلې له منځه یوړې چې دا ستونزې به ژر حل شي، نجونې به زده کړو او ښځې به کار ته ځي.»
د سیاسي چارو بل کارپوه احمدخان اندړ هم وایي، که پر نجونو او ښځو د زده کړو او کار په برخو کې محدودیتونه لرې نه شي، د نړیوالو فشارونه به زیات شي:
«۵سوه ورځې پوره کېږي، د خلکو تشویشونه نور هم ډېر شوي دي، زه باور لرم که دا پروسه دوام وکړي، نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو حق ورنه کړل شي، زیان به نور هم پراخه شي. موږ وینو چې نړیوال ورځ تربلې خپل غبرګونونه، تشویشونه او فشارونه ډېروي.»
د سیاسي چارو کارپوه سیداکبر آغا که څه هم هیله څرګندوي چې دا موضوع به ژر حل شي، خو وایي چې د نجونو او ښځو له زده کړو او کار څخه نړیوال د فشار د آلې په توګه کار اخلي:
«له دې څخه داسې معلومېږي چې د نړۍ دا موضوع هدف نه ده، بلکې دایې وسیله ګرځولې ده، زه پر دې باور یم که دا د نجونو د زده کړو موضوع هم حل شي، نړۍ نور اهداف لري.»
په دې اړه مو وغوښتل چې د اسلامي امارت نظر هم واخلو چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستل کېدو په اړه نوی پرمختګ شوی او که نه، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې په دې اړه کار روان دی، خو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو په اړه وروستی وخت نه شي په ګوته کولای.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA