ads

ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب مني

د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردغان وايي، ښايي ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني.

کامران احمدزی
10 سلواغه 1401
ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب مني

د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، نوموړي ویلي، هېواد به یې له سویډن پرته په ناټو سازمان کې د فنلنډ غړیتوب تایید کړي.
وروسته له هغه چې ډنمارکي سیاستوال «راسموس پالودان» په سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قرانکریم نسخې وسوځولې، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.
اردغان ویلي، په سویډ‌ن کې د دوی د سفارت مخې ته له داسې سپکاوي وروسته باید دا هېواد له ترکیې څخه د خیر تمه ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، سویډن او فنلنډ په ناټو سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA