ads

د خوست زلزله‌ ځپلي د نورو مرستو غوښتنه کوي

د خوست په سپېره ولسوالۍ کې له شاوخوا زرو کورنیو سره د سرې میاشتې له لوري د ژمنیو توکو مرسته شوې؛ خو زلزله ځپلي وايي، د سړې هوا له کبله په ستونزو کې دي او د سرپناه ترڅنګ نورو ژمنیو توکو ته اړتیا لري.

بصیر یاد
9 سلواغه 1401
د خوست زلزله‌ ځپلي د نورو مرستو غوښتنه کوي

د دې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي کتاب خان او منور وايي، دغه مرسته به یې ستونزې تر یوې کچې راکمې کړي، خو زیاتوي چې زلزلې او بې کارۍ ځپلي دي او په دې وروستیو کې هوا سړه شوې او د نورو اړینو مرستو غوښتنه کوي:
«موږ ته یې بکسونه راکړل، د ماشومان سامان په کې دی. موږ بیا همکاري غواړو موږ باندې زلزلې کېږي، غریب خلک یو، ډېره مننه ترې کوو چې څوک زموږ سره مرسته کوي.»
«د ژمي د سړې هوا لپاره یې څه مواد او کوټونه، کمپلې او څه وسایل هم راوړي دي. موږ په راتلونکي کې غواړو چې، د سرپناه، برق، سړکونو، استنادي دیوالونو، کلینیکونو او مکتبونو په برخه کې همکاري راسره وکړي.»
ورته مهال د سرې میاشتې مسوولین وايي، په تېر کې یې په دغه ولسوالۍ کې شاوخوا زر کورونه هم بېرته رغولي او په وینا یې چې اوس د ۹۴۱ کورنیو سره د ژمنیو توکو درې بستې مرسته وشوه چې د ماشومانو، ښځو او نارینه وو لپاره ژمني توکي په کې شامل دي:
«موږ ۹۴۱ کورونو لپاره توزیع لرو، په دې توزیع کې موږه زماني کېټونه ورکوو چې درې بکسونه دي او په هر بکس کې د ماشومانو، ښځینه او نارینه وو لپاره شیان دي.»
د افغان سرې میاشتې د جنوب ختيځ زون رییس الیاس ناصري وايي، په دغه زون کې یې د شاوخوا ۳۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د زلزله ځپلو سره همکاري کړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، تقریبا له ۳۵ زرو زیانمنو شوو کورنیو سره یې د سرپناه، خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخه کې مرسته کړې ده:
«موږ تقریباً ۳۰۰ میلیونه افغانۍ په دغه زون کې سږ کال توزیع کړې دي. پنځه دېرش زره کورنیو ته مو په دې کال کې تر څلوېښت زره پورې یوازې ارتزاقي مواد او البسې توزیع کړي دي.»
د یادونې وړ ده چې، د خوست په سپېره ولسوالۍ کې زلزله ځپلي خلک د سړې هوا له کبله له یو شمېر روغتیايي ستونزو سره هم مخ شوي او دوی له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه د بیارغونې په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA