ads

له اماراتو سره د شل اوریزو لوبو لوبډله اعلان شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې فبروري میاشت کې له متحده عربي اماراتو سره درې شل اوریزه سیالۍ کوي.

کامران احمدزی
9 سلواغه 1401
له اماراتو سره د شل اوریزو لوبو لوبډله اعلان شوه

کرکټ بورډ وایي، دا سیالۍ به د فبروري پر ۱۶مه پیل او تر ۱۹مې به دوام وکړي.
دا درې سیالۍ د اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره کېږي.
تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره ۲۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په کې ننګیال خروټی، صدیق اتل، عبدالرحمن رحماني او بلال سمیع هم شامل دي.
دا سیالۍ د هغه تړون برخه ده چې د افغانستان او اماراتو کرکټ بورډونو ترمنځ لاسلیک شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA