ads

ایا مالیه رښتیا هم لوړه شوې؟

د کابل ښار مختلف اصناف او مالیه ورکوونکي شکایت کوي چې له یوې خوا کاروبار کم شوی او له بلې خوا د تېرو کلونو په پرتله مالیه لوړه شوې او خلک ډېره مالیه تحویلوي.

فضل هادي حمیدي
8 سلواغه 1401
ایا مالیه رښتیا هم لوړه شوې؟

په کابل کې د خوراکي توکو هټۍوال غلام نبي وایي، پخوا به یې د کال شاوخوا شل زره افغانۍ مالیه ورکوله او د خرڅلاو په اړه به د مالیې ټولوونکو د دوی راپور مانه، خو زیاتوي چې اوس یې مالیه ۶۵ زره تثبیت شوې ده:
«اوس راته وایي چې ستاسو خرڅلاو زیات دی، مخکې به چې هټۍوال هرڅومره ښوودل، د مالیې ټولوونکو مامورینو به همغه منل او لیکل، هغه وخت کره محاسبه نه وه، څه به مو چې ورته وویل، همغه به یې لیکل او په موږ باندې به مالیات کم راتلل.»
په کابل ښار کې د موټرونو مستري احمد بلال هم ورته شکایت لري او وایي چې د تېرو کلونو په پرتله یې مالیه شاوخوا څلور زره افغانۍ لوړه شوې ده:
«په تېر حکومت کې موږ ۱۸ زره افغانۍ مالیه ورکوله، خو اوس د اسلامي امارت په وخت کې مامورین راغلل زموږ پنځه دوکانونه یې وکتل او وایي چې ۲۲ زره مالیه ورکړئ او اوس کارونه هم کم شوي دي.»
حاجي شاه محمود چې په کابل ښار کې د معاملاتو رهنما لري وایي، که یې مالیه لوړه شوې نه ده، خو د کورونو په کرایه ورکولو کې چې باید دولت په خپله ترې مالیه واخلي، اوس یې دا مسوولیت د دوی پرغاړه اچولې چې دا چاره دوی ته ستونزمنه ده:
«دولت وایي چې تاسو باید له هغه چا نه چې کور په کرایه ورکوي هم یو فیصد مالیه واخلئ، موږ مخکې د داسې معاملو راپور دولت ته ورکاوه او بیا دولت ترې مالیه اخیسته، خو اوس وایي چې د کرایي کور له یو کلنې کرایې یو فیصد مالیه واخلئ او دولت ته یې تسلیم کړئ.»
دغه راز د یوه خصوصي ښوونځي مسوول محمد حلیم وایي، له ښوونځیو څخه د مالیاتو په اخیستو کې کوم توپیر نه دی راغلی او پخوا هم څلور سلنه د زده کوونکي او لس فیصده د عوایدو مالیه وه او اوس هم هغه ده، خو نوموړی زیاتوي چې ستونزه دا ده چې له دوی څخه د غایبو زده کوونکو مالیه هم اخیستل کېږي:
«په ښوونځیو دا فشار دی چې موږ ۸۰۰ زده کوونکي لرو، خو ۳۰۰ بیا فیس له ځان سره وړی، هغو زده کوونکو بېخي ښوونځی پرېښی، خو دولت وایي مالیه یې راکړه.»
خو د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل بیا ټینګار کوي چې د اسلامي امارت په راتګ سره مالیاتي نورمونه نه دي پورته شوي، بلکې د اصنافو په فروشاتو باندې مالیاتی نورم له ۱.۵فیصده څخه ۰.۵فیصده راټیټ شوی دی.
حقمل وایي، خلک ځکه د مالیاتو له لوړېدو شکایت کوي چې ځينې هغه اصناف چې پخوا یې هېڅ مالیه نه ورکوله، اوس تثبیت شوي او ترې مالیه اخیستل کېږي:
«په ټوله کې یو د اصنافو خپله مالیه ده چې ۰.۵فیصده یې نورم دی، بل سهم کرایه مالیه ده، د ملکیت د لېږد یو فیصد مالیه ده، همداسې د رهنماوو، د ډاکټرانو او رسټورانټونو مالیات دي، چې په قوانینو او اصولو کې د ټولو نورمونه معلوم دي.»
دا په داسې حال کې ده چې پخوا به تر ډېره نیوکې کېدې چې د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا نشته، خو اوس اسلامي امارت ټینګار کوي چې په یاده برخه کې یې پوره روڼتیا رامنځته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA