ads

له کندهار څخه د صادراتو کچه لوړه شوې

هره ورځ د سپین بولدک پر  لار له کندهار او نورو ولایتونو څخه ګڼ صادارت کېږي

تاج محمد ساحل
5 سلواغه 1401
له کندهار څخه د صادراتو کچه لوړه شوې

په کندهار کي مېشت ملي سوداګر وايي، تېرو کلونو ته په کتو له دغه ولایت څخه صادرات زیات شو؛ خو لاهم د دوی پر وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي.

بسم الله چې د تازه مېوې کاروبار کوي، وايي، د سپین بولدک په لاره کې له خنډ سره مخ دي او له توکو بار یو موټر په څلو ورځو کې تر چمن پورې رسېږي.

د هغه په خبره، تر دې وړاندې به یې دا لاره په څلورو ساعتونو کې طی کوله.

 «سږکال کاروبار سم دی، خو دا د چمن لار خرابه ده، موټر په سختۍ پاکستان ته اوړي. تر دې وړاندې به یو موټر په څلورو ساعتونو کې تر چمن پورې رسېده؛ خو اوس څلور ورځې وخت نیسي.»

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، سږ کال له کندهار څخه د ۲۰۸ میلیونه او ۹۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت له ۱۹۹ زره ټنو زیاته وچه او تازه مېوه، معدنیات، د ډبرو سکاره، طبي بوټې، پنبه، وړۍ او یو شمېر نور توکي بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي او دا لړۍ لاهم جریان لري.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال« عبدالباقي بینا» وايي:

«د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه څخه د لړم تر دېرشمې نېټې پوري مو ۱۹۹ زره او ۱۶۳ ټنه صادرات کړي دي او دا لړۍ لاهم روانه ده.»

د کرنې ریاست چارواکي وايي، که سږکال بارانونو او سیلابونو کروندګرو ته زیانونه نه وای اړولي، نو ښايي د صادراتو کچه به له دې هم ډېره وه.

د زراعت ریاست د کرنې امر مولوي شمس الرحمن موسی وايي:« زموږ د معلوماتو له مخې، بارانونو ۴۷۲۵  هکتاره ځمکه په بېلابېلو ولسوالیو کې تخریب کړې چې له کبله کروندګرو ته پراخ زیانونه اوښتي دي.»

بل لورته د اقتصادي چارو شنوونکي وايي، که د کندهار محصولاتو لپاره د صادراتو نورې لارې چارې ولټول شي، نو ښايي د ټول هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی  حکمت الله ضيا وايي:«اوس خو د تېر کلونو خلاف سوداګرۍ کرنې او صنعت ته ښه زمینه برابره ده، ځکه امنیت تر ډير ټینګ شوی، نو که چېرې د کندهار حاصلاتو د صادرولو لپاره نورې لارې هم ولټول شي، ښايي د ټول افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.»

د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، د سوداګرو دا ستونزه یې له مسوولینو سره شریکه کړې او هیله لري چې ژر به ورته مناسبه حل لاره پیدا شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA