ads

افغان نجونې د زده کړې د نړیوالې ورځې هر کلی کوي

افغان نجونې له سختې ناهیلۍ سره سره بیا هم د زده کړې د نړیوالې ورځې هرکلی کوي

کامران احمدزی
5 سلواغه 1401
افغان نجونې د زده کړې د نړیوالې ورځې هر کلی کوي

هر ځل چې د زده کړې او ښوونځي یادونه کېږي، د دوی نا هیلي، بې وسي  او اندېښنې زیاتېږي.

که موږ زده کړې ونه کړو، زموږ هېواد به پرمختګ ونه کړي او د ټولو افغان نجونو استعدادونه به له منځه لاړ شي، له دې سره به  د افغانستان د ښځو نسل نالوستی پاتې شي .”

که د حجاب خبره وي، موږ مسلمانان یو او مراعات کوو یې،  د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) له خوا د زده کړو نړیواله ورځ له زده کړو محرومو افغان نجونو ته ځانګړې شوې.

څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې افغان نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوي او نږدې دوه میاشتې کېږي چې ښځینه زده کوونکې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

د دې ورځې په رارسېدو سره یو شمېر نجونې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اوسني حکومت پر چلند نیوکه کوي او د حکومت له مسوولینو غواړي چې د زده کړو له حقه یې بې برخې نه کړي.

فهیمه چې تر نهم ټولګي پورې یې زده کړې کړې، د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې نه شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه وايي، د ژوند ټول  اهداف  او پلانونه يې له منځه تللي او اوس يې انګېزه هم له لاسه ورکړې ده.

د خپل ښوونځي او درسونو په اړه فکر کول زما ورځنی عادت ګرځېدلی،  زه د هغې ورځې په تمه یم چې ښوونځي به بیا پرانیستل شي.”

یو شمېر کورنۍ چې له څه باندې یو کال راهیسې بهر ته کډه شوې وايي، د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره هېواد پریښی.

خاطره چې په پاکستان کې له مېشتو کډوالو څخه ده، وايي دوه لوڼې لري او د زده کړو لپاره د کډوالۍ هر ډول کړاوونو زغملو ته چمتو ده.

زما یوه لور په دولسم ټولګي کې او بله په اووم ټولګي کې وه، خو دوی ته اجازه نه وه چې ښوونځي ته لاړې شي او ما د دوی د ښه راتلونکي لپاره د هجرت پرېکړه وکړه.”

یو شمېر ښځینه محصلینې  اندېښمنې دي، چې د پوهنتونونو دروازې به د ښوونځیو په څېر تړلې پاتې شي او زده کړې به یې نیمګړې شي.

مريم چې په يوه دولتي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصله ده، وايي چې اسلامي امارت بايد د بشري حقونو، په تېره بيا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او له خلکو سره د حکومت اړيکې پیاوړې کړي.

دا حقیقت دی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د نجونو او ښځو لپاره فرصتونه محدودېږي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د دوی پر مخ تړل کېږي، په دې مانا چې له نن څخه لس کاله وروسته به په ټولنه کې لوستې ښځه نه وي.”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د تعلیم د نړیوالې ورځې په اړه په یوه ټویټ کې ویلي چې اوس د دې وخت رارسېدلی، تر څو د ښځو په وړاندې ټول بندیزونه، محدودیتونه او تبعیض ختم شي.

نوموړي په دغه ټويټ کې له اسلامي امارت غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو بنديز دې لغوه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA