لاریونوالو د مقدس کتاب قرانکریم د بې حرمتۍ په هکله خواشیني څرګنده کړه او د یاد عمل ترسره کوونکو ته يې د ترټولو سختې سزا غوښتنه وکړه.
د غونډې په وروستیو کې یو شمېر ګډونوالو له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دا ډول جنایتونو په وړاندې په اتفاق سره ودریږي او هیچاته باید اجازه ورنکړل شي چې د یوه عظیم نفوس او حقیقي دین اسماني کتاب ته سپکاوی وکړي.
ویناوالو دا ډول عمل د ټولې نړۍ امنیت ته خطر وباله او زیاته یې کړه چې سویډن باید په دې هکله ځواب ویوونکی وي او که چیري داسې ونه شي نو په نړیوالو تورو لیستونو کې دي شامل کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په خوست ولایت کې سلګونو کسانو په همدې تړاو لاریون کړی وو.